IQNA

د پاکستانيو هنرمندانو له  خوا  د فلسطینله مظلوم ولسه د هنر له پلوه ملاتړ

10:14 - May 06, 2025
د خبر لمبر: 3491070
 ایکنا - د فلسطین د مظلومو خلکو د ملاتړ لپاره د «هنر لپاره غزه»  نومې یو  نندارتون د پاکستان په اسلام اباد کې جوړ شو.

 ایکنا نیوز  د اسلامي کلتور او اړیکو د ادارې  د عامه اړیکو او اطلاعاتو د څانګې  په حواله راپور راکړ، د هنر لپاره غزه  په نوم نندارتون چې په اسلام اباد کې د یو شمېر سفارتونو، په  تیره بیا  د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت او کلتوري سلایارئ په ملګرتیا سره  جوړ شوی، د نقاشۍ، مجسمه سازۍ، عکاسۍ، تیټر او موسیقۍ په شمول د بیلابیلو هنري څانګو د پاکستانيو هنرمندانو آثار نندارې ته وړاندې کړي.

د پاکستان د کلتوري چارو پخوانی وزیر او د ورېښمو د لارې د انسټیټیوټ اوسنی مسئول، جمال شاه، چې دا نندارتون د هغه په نوښت جوړ شوی، د نندارتون په  پرانیستونکو مراسمو کې د غزې له مظلومو خلکو سره خواخوږي او پیوستون څرګند کړ  او و ې ویل: مونږ نن د غزې د مظلومو او بې دفاع خلکو پر وړاندې تر ټولو وحشی ډوله جنایتونه وینو او له بده مرغه په دې بحراني حالت کې اسلامي هېوادونه د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې هیڅ اقدام نه کوي. دا نندارتون هغه یوازینی کار دی چې په اوسني حالت کې د پاکستانيو هنرمندانو له وس سره برابر دی.

د فلسطین سفیر او پخوانی سناتور، مشاهد حسین، د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې نور ویناوال وو چې هر یوه ئې د غزې د بې دفاع خلکو د رنځونو په اړه خبرې وکړې او د فلسطین په ملاتړ د هنري آثارو د وړاندې کولو له امله ئې مننه وکړه.

د ایران کلتوري سلایارئ د دغه نندارتون د جوړولو ملاتړ او د صهیونیستي رژیم د بوږنونکو پيښو او د غزې د خلکو د وژنې د تصویرونو په وړاندې کولو سره د دغه نندارتون بډاینې ته وده ورکړه.

ټاکل شوې چې د یوې اوونۍ د نندارتون تر پای ته رسیدو وروسته، د هنرمندانو آثار لیلام شي او ترلاسه شوې پیسې د غزې خلکو ته د مرستې لپاره واستول شي. 

https://iqna.ir/fa/news/4280448

captcha